اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كميسون د كال 2018م په ټولټاكنو كښې خدمات ترسره كوونكو امنيتي چارواكو لپاره ضابطه اخلاق جاري كړه۔ د ټاكنو د كميسون لخوا جاري شوې ضابطه اخلاق له مخې امنيتي اهلكار به د پولنګ ??ټېشنو دننه او بهر په ځائ كولې شي٬ دوي به د كوم ووټر څخه پرچي يا د هغ?? شناخت نه طلب كوي٬ كوم انتخابي مواد به خپل ځان سره نه شي ساتلې٬ امنيتي اهلكار به د انتخابي عملې په كوم كار كښې مداخله نه شي كولې شي٬ امنيتي چارواكي به كوم كانديد٬ الېكشن اېجنټ٬ پولنګ ??ېجنټ٬ مبصر يا د مېډيا استازو سره بحث و مباحثه نه كوي٬ امنيتي اهلكار به د انتخابي عمل په مهال په عمومي توګه او د پولنګ په عمل كښې په خاص توګه غېر جانبدار وي۔ د بېلټ پېپرز د چاپ كېدو په مهال به پرنټنګ پرېسز ته ام??يت وركولې شي٬ د بېلټ پېپرز د ترسيل په مهال به ام??يت وركول وي۔ د ډسټركټ ريټرننګ ??فسرانو د دفترو څخه انتخابي مواد پريذائيډنګ ??فسرانو ته د رسولو په مهال ام??يت وركول به د دوي ذمه واري وي۔ امنيتي اهلكار به د كوم ګوند يا كانديد په حق كښې كار نه كوي٬ِ د شمېرنې په عمل كښې به كوم ډول مداخله نه كوي٬ِ كوم ووټر به پولنګ ??ټېشن ته د ننوتلو څخه نه منع كوي٬ اېكريډېشن لرونكي مبصرين او د مېډيا استازي به پولنګ ??ټېشن ته د ننوتلو څخه نه منع كوي۔ د مېډيا استازو ته به كېمرو سره د ننوتلو اجازه وي۔ امنيتي چارواكو به د پريذائيډنګ ??فسير مرسته كوي۔ هغ??ي به د ووټر چېنكنګ كولې شي۔ په پولنګ ??ټېشن كښې دننه به څوك نه نيسي تر څو چې پريذائيډنګ ??فيسر د داسې كولو هدايت نه وي كړے۔