اسلام آباد 03??ولائی (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي تيونس د افريقي ??و نړۍ مهم هېواد او د پاكستان ښه ملګرې دے٬دې لپاره د دوا??و هېوادونو ترمين??ه د تجارت پشمول بېلا بېلو څانګو كښې مرستې زياتوالو لپاره كوټلې تګلارې جوړولو ته اړتيا ده۔اولس مشر دا خبره د تيونس لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير محمد حسن سره خبرو كښې كړی چا چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ليدلې وؤ۔اولس مشر ووئېل پاكستان تيونس سره ښې اړيكې لري د كومو لا زياتوالي له چې پرله پسې كار كولو ته اړتيا ده دغسې چې شريك تجارت٬تعليم او كلتور په اړه مرسته لا زياته شي۔اولس مشر ووئيل پاكستان او تيونس يو ډول حالات او ماحول لري چې له امله يې د دوا??و هېوادونو ترمين??ه د مرستې پراخا امكانات شته د كومې څخه ګټې پورته كولو له چې پھ زړه پورې كار ته اړتيا ده۔ده سفير ته سپارښتنه وكړه چې پھ دې لړ كښې منصوبه بندي وكړي۔ده ووئيل د دوا??و هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو له د تجارتي پلاويو تګ را??ګ ته دې پام لرنه وكړې شي۔