اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د سي پ?? اېن اي نوي ټاكل شوي صدر عارف نظامي٬ عمومي سېكتر ډاكټر جبا?? خټك٬ سينئر نائب صدر امتنان شاهد او نورو مشرانو ته د دوي په ټاكنه مباركي وركړې۔ د مباركې په خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل چې هغه پوخ امېد لري چې د سي پ?? اېن اي نوي ټاكل شوي مشران به د اخباري صنعت ستونزې حل كولو لپاره خپل م??ثر كردار روان وساتي۔ ده ووئيل چې ټول نوي ټاكل شوي مشران دې د صحافت آزادۍ٬ د جمهوري اقدرو ودې او د هېواد پرمختګ لپاره كردار ترسره كړي۔ د سېنېټ دوهم چيئرمېن سليم اېچ مانډوي والا٬ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق او د مخالفې ډلې مشر شېري رحمان هم د سي پ?? اېن اي نوي?? ټاكل شويو مشرانو ته مباركي وركړې۔