اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) اسلام آباد هائی کورټ ??لیکشن ایکټ 2017 كښې د كانديدانو د نامزدګۍ فارم كښې د لږو معلوماتو وركونكو په ضد په درخواستونو پريكړه محفوظ كړې او ډلو ته ئې تر 23 اپریل د تحریری دلائلو جمع کولو سپارښتنه كړې ده ۔ جسټس اطهر من الله ریمارکس كښې ووئيل پارلمان د قان??ن سازۍ بشپړ اختیار لرې، داسې حکم نشو وركولې چې پارلمان د الیکشن کمېشن څخه په پوښتنه قان??ن سازی وكړي۔ د ز??ار?? پھ ورځ د اسلام آباد هائی کورټ ??سټس اطهر من الهر د عوامی مسلم لیګ مشر شیخ رشید او عمار ضیاالدین په درخواستونو سماعت وكړو۔ د خواست كونكې وکیل موقف اختیار کړو چې پارلماني غړو د بدلون د لارې د نامزدګۍ فارم كښې خپل ټیکس او د کریمنل کیسونو معلومات نه وركولو قانون جوړ کړې۔ د نامزدګۍ فارم كښې بدلون كولو سره پارلمان د الیکشن کمیشن سره مشاورت نه دې كړې۔ جسټس اطهر من الله ووئيل قان??ن سازی د پارلمان اختیار دے او دا سلب كيدې نشي، داسې كوم حکم نه شي وركولې چې پارلمان د الیکشن کمېشن څخه په پوښتنه قان??ن سازی وكړي ځكه چې پارلمان سپریم دے او پارلمان ته د قان??ن سازۍ بشپړه اختیار ترلاسه دے۔عدالت ټولو ته تر 23 اپریل د تحریری ځواب جمع کولو امر سره سماعت وځنډولو