اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د ت??لي?? او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير انجينئر محمد بليغ الرحمان وئيلي دي چې په اي لرننګ كښې پاكستان د نړۍ په 5 لويو هېوادونو كښې شامل شوے٬ د هېواد په تاريخ د تېرو پنځو كلونو په مهال تر ټولو زيات ماشومان په س??ول??نو كښې داخل كړې شوي٬ د خاص پروګرام له مخې د س??ول??نو نه بهر 50 لكه ماشومان په س??ول??نو كښې داخل كړې شوي دي٬ د پاكستان دا هڅې په نړيواله كچه هم ستائيل شوې دي٬ د اېچ اي سي نوي چيئرمېن په ټاكنه كښې به وفاقي حكومت هېڅ مداخله نه كوي۔ اے پي پي سره په يوه ځانګړې مركه كښې ده ووئيل چې د وفاقي حكومت د هڅو په نتيجه كښې په پاكستان كښې د س??ول??نو نه بهر د ماشومانو شمېره د دوه كروړه 60 لكو نه كمېدو سره 2 كروړه 20 ل??ه پاتې شوې۔ ده ووئيل چې د تېرو پنځو كلونو په مهال په پاكستان كښې په س??ول??نو كښې د ماشومانو ريكاډ داخله ممكنه كړې شوې۔ ده ووئيل چې حكومت د خواندګې شرح زياتولو لپاره زيات فنډ خرڅ كوي۔ ده ووئيل چې وفاقي او صوبائي حكومتونو د تېرو پنځو كلونو په مهال د ت??لي?? ودې لپاره 4180 اربه روپې خرڅ كړې دي٬ د لوړو زدكړو د څانګې بجټ د 40 اربه روپو نه زياتولو سره 107 اربه روپې ته رسول شوے۔ ده ووئيل چې وفاقي حكومت خپل ت??لي??ي بجټ د تېرو پنځو كلونو په مهال د 500 اربه روپې نه زياتولو سره 900 اربه روپو ته رسولې او په دې كښې هر كال اضافه كولې شي۔ ده ووئيل چې د آسيا په 300 غوره پوهنتونونو كښې 10 پاكستاني پوهنتونونه شامل كړې شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان په پوهنتونونو كښې په اوسني وخت كښې يوازې 26 فيصده د پي اېچ ډي فېكلټيز دي او د وژن 2025 تر مخه به دا 40 فيصد ته رسولې شي٬ دا هدف به د پاكستان امريكا ت??لي??ي كورېډور د لارې ترلاسه كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې راتلونكې كال به د وفاق تر انتظام لاندې په ټولو س??ول??نو كښې د قرآن ت??لي?? لازمي وي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د لېپ ټاپ سكيم ښه نتيجې راوځي٬ دې سكيم سره پاكستان په اي لرننګ كښې د نړۍ پنځم هېواد جوړ شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د اېچ اي سي نوي چيئرمېن ټاكنې لپاره حكومت د لوړې كچې بااختياره كمېټي جوړه كړې٬ د چيئرمېن چوكې لپاره په نړيوالو او قومي ورځپاڼو كښې اش??ها??ات وركړې شوي دي او تر اوسه د 100 نه زيات خواستونه ترلاسه شوي دي۔ ده ووئيل چې په هېواد كښې د ت??لي?? معيار ښه ??ول?? لپاره د ښوونكو د تربيې پروګرام پېل كړے شوے٬ د دې پروګرام څخه د هېواد د ټولو برخو ښوونكي استفاده كوي۔