سانګله هل/ لاهور ۔18 مارچ(اے پی پی ) پخواني وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي د سېنېټ الېكشن تماشه ټولو وكتله٬ زرداري او ع??را?? د پاكستان سياست سره مخلص نه دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده سانګله هل كښې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښ?? وكړه۔ ده ووئيل د سېنېټ ټاكنو كښې پي ټي آئي د پيپلز ګوند ك??نديد سليم مانډوي والا ته د دوهم چيئرمېن لپاره ووټ وركړو دا پوښتنه دې ع??را?? خان څخه وكړې شي۔ ده ووئيل زرداري او ع??را?? د پاكستان سياست سره مخلص نه دي دا د يوې سكې دوه اړخونه دي۔ ده ووئيل زما په ضد د ك??پشن كوم كېس راغلې نه دې۔ زه په دې ويستلې شوې يم چې ما برخوردار څخه تنخا اخستې نه ده۔ ده ووئيل مونږ كار كوؤنكي يو۔ هېواد څخه مو تيارې ختمې كړې٬ ترهګري مو ختمه كړه٬ د نوې پاكستان ادعا كوؤنكو څه كړي دي۔ ده ووئيل د هېواد نورو سيمو په ډول سانګله هل ته به هم پوهنتون او موټروے وركولې شي