هرات 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د تاپي ګيس پروژې په نتيجه كښې به د منطقې د كروړونو اولس د اقتصادي او سماجي حالت ښه والي له مرسته ترلاسه شي٬د منطقې د امن په وده كښې به هم مهم كردار لري٬د تاپي پائپ لائن او دې ??ره د تړلو نورو پروژو په نتيجه كښې به د غړو هېوادونو ترمينځه تاريخي اړيكې لا قوي شي٬د پاكستاني حكومت او اولس نه زيات بل څوك هم په ??فغ??نستان كښې امن او استحكام نه غواړي٬پاكستان په منطقه كښې د امن او پرمختګ علمبردار دے۔د جمعې په ورځ د لوېديز ??فغ??نستان په تاريخي هرات ښار كښې د تركمانستان۔??فغ??نستان۔پاكستان۔هند د ګاز پائپ لائن پروژې تاپي له مخې د برېښنا٬آپټك فائبر او د نورو پروژو د بنياد تېګې اېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وو??يل په نننۍ دستوره كښې ګډون كول زما لپاره د اعزاز خبره ده٬زه د ??فغ??ن اولس مشر هم مننه كوم چا چې د پروژې په پرمختګ كښې خپل كردار تر??ره كړو۔وزيراعظم وو??يل د تركمانستان اولس مشر قربان ګل بردي محمد??ف د ګاز پائپ لائن چې كوم تصور وړاندې كړې ؤ هغه اوس د توان په لوري ګرځي۔په دې لاره كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬ اقتصادي زون٬برېښنا او رابطو نورې پروژې هم شاملې شوي۔دا تاريخي منصوبې چې ور??ره به د منطقې د كروړونو اولس د اقتصادي او سماجي حالت بهترۍ له مرسته تر لاسه شي او په منطقه كښې به د امن وده كښې هم مهم كردار ولري۔وزيراعظم وو??يل دا پروژه به د غړو هېوادونو ترمينځه تاريخي اړيكې لا قوي كړي۔ده د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د دې پروژې په تر??ره كولو كښې د هر ډول آسانيو او د مرستې لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ??فغ??ن اولس مشر په اردو ژبه مخاطب كولو ??ره وو??يل د پاكستان حكومت او اولس په ??فغ??نستان كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره پوخ عزم لري۔مونږ په منطقه كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره پوخ عزم لرو۔زه ??فغ??ن اولس ته وئېل غواړم چې ستاسو بريا زمونږ بريا ده۔ستاسو پرمختګ زمونږ پرمختګ دے او په ??فغ??نستان كښې امن په پاكستان كښې د امن برابر دے۔ده وو??يل هرات ??ره تعلق لرونكي جلال الدين رومي د امن پیغام وركړې٬مونږ ته د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ د دغې پیغام خپرولو ضرورت دے۔