اسلام آباد 11 فروری (اے پي پي﴾ د قومي روغتيا وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئي??ي دي چې كله په كال 2013م كښې اوسنې حكومت اقتدار ته راغلو نو هغه وخت پوليو يو ٰخپرېدونكې چېلنج و خو د حكومتي هڅو په نتيجه كښې په كال 2017م كښې د پوليو يوازې آته كېسونه رامېنځ ته شوي دي او سږ كال لا تراوسه كوم كېس نه دې راغلې۔ وفاقي وزيرې په كال 2018م كښې د پوليو دوهم كمپائن په پېل كېدو په خپل پېغام كښې وئي??ي دي چې د بلوچستان په څلورو ضلعو قلعه عبدالله٬ قلعه سېف الله٬ ژوب٬ شېراني او په كراچې كښې به د پوليو كمپائن د فرورې په 19مه ??ېټه پېل كېږي۔ په لودهرا كښې د فرورې په 14مه ??ېټه د ضمني ټاكنو نه پس دا كمپائن پېل كولې شي۔ د دې كمپائن په مهال به په ټول هېواد كښې 38.37 مليونه ماشومانو ته څاڅكي وركولې شي۔