اېبټ آباد 27 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي وئيلي دي چې د تحريك انصاف صوب??ئي حكومت د تېرو څلورو كلونو څخه د حوېليا ګليات ب??ئي پاس په نوم اولس بېوقوف جوړوي٬ د حوېليا ګليات ب??ئي پاس لپاره منظور شوې د 92 كروړه روپو فنډ صوب??ئي وزيرانو په خپلو حلقو خرڅ كړے۔ صوب??ئي حكومت په تلو تلو كښې د 12 اربه روپې فنډ منظوري وركولو سره په اولس نور د 60 كروړه روپو بوج اچولې دے۔ د خالي په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې بايد هغه خلق شرم وكړي كومو چې د بدلون نعره وهلو سره اولس ته شنه باغونه ښودلي دي٬ په اېبټ آباد كښې د صوب??ئي حكومت كار صفر دے٬ په ټوله ص??به كښې كومه لويه پروژه نه ده ترسره كړې شوې۔ په زبان?? دعوو د اولس څلور كاله ضائع كړے شول۔ ده ووئيل چې مركزي حكومت د هزاره اولس ته د هزاره موټروے ډالې وركړې كومه به چې تر نسلونو ياده وساتلې شي۔ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مشر نواز شريف په مشرې كښې پاكستان په نړۍ كښې يو مقام ترلاسه كړے۔ د پرمختګ په زغل كښې پاكستان تر ټولو وړاندے دے۔ ده ووئيل چې په كال 2013م كښې هم اولس نواز شريف ته مېنډېټ وركړے و او اوس به د كال 2018م په ټاكنو كښې هم د دې نه زيات مېنډېټ وركوي ځكه چې اولس سندرې ويوونكي او ګډا كوونكي رد كړي دي۔