اسلام آباد 26 نو??بر (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود چوهدري نثار علي ??ان وياند د چوهدري نثار په كور د مظاهرچيانو د بريد او هغه په بكتر بند ګاډي كښې محفوظ مقام ته د متنقل كولو په اړه د مېډيا د ځينې حلقو او په خاص توګه په سوشل مېډيا د خبرونو وضاحت كولو سره وئيلي ??ي چ?? د ??ېرې يوې اونې راهس?? د ??ګ راتګ ستونزو له امله چوهدري نثار علي ??ان په اسلام آباد كښې مېشته دے ځكه د هغه په بكتر بند ګاډي كښې د منتقل كولو په خبر كښې هېڅ صداقت نشته۔ وياند ووئيل چې تېره ورځ د ځينې شرخوښو عناصرو لخوا د هغه په كور د بريد كولو هڅه شوې په كومه كښې چې مركزي دروازې او د كور دېوال ته زيان رسېدلې خو د كور په امنيت مامور ځوانانو د فرض شناسې او بهادرې څرګندونه كولو سره د شرخوښو دا هڅه شنډه كړې۔ د چوهدري نثار علي ??ان د خېريت پوښتنې لپاره د ترلاسه شويو ټېليفونونو په اړه وياند ووئيل چې چوهدري نثار د ټولو خېرخوا مننه كړې۔