ملګرو ملتونو 10 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې د فلسطين مسئلې حل كولو نه بغېر په مېنځني ختيز كښې ??من ممكن نه دے٬ پاكستان به د مېنځني ختيز د مسئلې د دوه رياستي حل ملاتړ جاري سا??ي۔ هغې دا خبرې لودهي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې څلورمې كمې??ې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ هغې و??ئيل چې د كال 1997م نه وړاندې پولو او د القدس شريف پايه تخت سره يو خپلواكه فلسطين په مېنځني ختيز كښې د ??من يواځنې ضمانت دے۔ هغې په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې د يهوديانو د مېشت ځايونو جوړولو د اسرائيلي اقدام غندنه وكړې او دا ئې په منطقه كښې د ??من په لار كښې يو لوي خنډ وګرځولو۔ هغې و??ئيل چې په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې اسرائيلي ځواكونو د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې كوي۔ هغې و??ئيل چې فلسطيني كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارو اقدامات د ستائنې وړ دي او پاكستان به دې ادارو سره مرسته روانه سا??ي