اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي حکومت د کاروبار ودې له ??ه چاپيريال پېدا كولو او نړيوالې منډۍ كښې ?? مسابقت جوګه د هېواد دننه مصنوعات جوړولو لپاره د ټولو ممكنه ګامونه پورته كولو عزم لري۔ وزيراعظم دا خبرې د آل پاكستان ټېكسټائل ملز اېسوسي اېشن (آپټما) پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې ملاقات كړې۔ د خزانې وزیر اسحاق ډار، د تجارت وزیر پروېز ملك، د وزیرعظم مرستيالان هارون اختر او مفتاح اسماعیل او او د اړوند وزارتونو سينئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔پلاوي د وزیراعظم په برآمدي پېکج د نظر ثانۍ او په اضافې د دوي مننه وكړه چې مقصد ېې ټوله نړۍ كښې ?? روايتي او غېر روايتي ماركيټونو لټون لپاره برآمد كوٶنكو ته آسانۍ وركول دي۔ پلاوي هېواد كښې په خاص توګه صنعتي مصرف كوٶنكو لپاره د توان تحفظ باوري كولو لپاره د حكومتي هڅو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د حکومت د دې عزم پخلې وكړو چې حکومت د کاروبار ودې له ??ه چاپيريال پېدا كولو او نړيوالې منډۍ كښې ?? زيات مسابقت جوړولو لپاره د پاليسي اقدامات پشمول ټول ممكنه ګامونو به روان ساتلې شي۔ پلاوي په برآمدات كښې ??ضافې او د دغې په نتيجه كښې په هېواد كښې په تجارتي زيان كښې كمې راوستو لپاره بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړه۔ د وړاندېزونو په ځواب وزیراعظم ووئيل حكومت په هر ھغه تجويز كار كولو له چمتو دے چې ورسره برآمداتو كښې واضح اضافه باوري كېدې شي او د كومې په نتيجه كښې چې تجارتي زيان كښې كمې او روزګار كښې ?? زياتوالي ګټه ترلاسه كېږي۔ وزیراعظم د تجارت وزير ته امر وكړو چې ھغه د برآمد كوٶنكو سره كېښني او ھغوي ته د عمل جوګه كوټلي سفارشات وړاندي كړي