اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د پخواني وزيراعظم او د ??اك??تان پيپلز ګوند باني شهيد ذوالفقار علي به??و 91مه سا??ګره ولمانځل شوه۔ د ګوند د سينئر لارښود ملك حاكمين د مړينې له امله د سا??ګرې دستورې په سادګې سره ولمانځل شوې۔ تر ټولو لويه دستوره په لاړكانه كښې په ګهړي خدابخش كښې د ذوالفقار علي بهټو په مزار وشوه۔ دغسې په لاهور٬ اسلام آباد٬ پېښور او كوئټه كښې هم د سا??ګرې دستورې وشوې۔ په دې دستورو كښې ذوالفقار علي بهټو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړې شوه۔ د ??اك??تان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په دې موقع په خپل پېغام كښې ووئيل چې د ??اك??تان پيپلز ګوند مشران او كاركنان به د شهيد ذوالفقار علي بهټو او محترمې بېنظير بهټو مشن٬ وژن او فسلفه مخ په وړاندې بوځي٬ شهيد بهټو د ??اك??تاني اولس حالت ښه كولو لپاره پياوړي خدمات ترسره كړي دي٬ د هغه سياسي وژن٬ جرات٬ استقامت او سياسي فلسفه مونږ لپاره د لارې مشالونه دي٬ ذوالفقار علي بهټو قوم ته د كال 1973م د آئين ډالې وركړې۔ پخواني اولس مشر آصف علي زرداري يهم ذوالفقار علي بهټو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه او وې وئيل چې انساني آزا??ي او د اقدارو احترام او وده ?? ??اك??تان پيپلز ګوند مشن دے۔ ده ووئيل چې اولس د طاقت سرچينه ده۔