قونيه 03 جنوري (اے پي پي)وزي??اع??م عمران خان وئېلي دي تركيې سره د ورورولۍ په اړيكو وياړ لرو٬د دې اړيكو لا قو?? كولو لپاره هڅې روانې دي۔ده د زيارت په ورځ د تركيې خپلې دورې په مهال د قو??يه ګورنر جنيد ارهان سره خبرې اترې كولې۔وزي??اع??م ووئيل د پاكستان اولس د قو??يه اولس سره زياته مينه او مولانا جلال الدين رومي ته لوي تعظيم لري٬د مولانا جلال الدين رومي روحاني پیغام د ټولو مذهبونو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكې انسانان يو موټې كولو له كردار ترسره كړې۔ده ووئيل د پاكستان ستر شاعر علامه محمد اقبال د مولانا رومي روحاني پېروكار ؤ او د هغه فلسفه د رومي د مېنې او خودي پیغام د اثر لاندې وه۔په دې مهال وزي??اع??م عمران خان د خ??ل پلاوي سره د لويې صوفي بزرګ حضرت جلال الدين رومي د مزار زيارت وكړو او د هغه پھ قبر يې د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع وزي??اع??م هغه ته پېرزوئنې وړاندې كړی۔وزي??اع??م د مولانا رومي د قبر په خوا كښې د علامه محمد اقبال علامتي قبر ته هم لاړ۔وزي??اع??م به په انقره كښې د ټي او بي بي د سيوري لاندې پروګرام كښې د تركيه سوداګرو ته هم خطاب كوي۔دا خبره دې ياده وي وزي??اع??م عمران خان د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په بلنه د زيارت په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره تركيې ته رسېدلې۔د وزي??اع??م چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د وزي??اع??م عمران خان د تركيې وړومبنۍ دوره ده۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خزانې وزير اسد عمر٬د منصوه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د تجارت لپاره د وزي??اع??م سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د اعلٰی كچ پلاوې هم د وزي??اع??م سره ملګري دي