اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د خزانې وزير اسد عمر وئيلي دي آئي اېم اېف سره به لوظنامې په بيړه يا د كوم فشار تر مخه نه كوو٬ مونږ كومه تندي يا پرېشاني نه لرو٬ِ متبادل انتظامات مو كړي ٬ آئي اېم اېف سره به لوظنامه د هېواد ګټلې تر مخه كولې شي٬ د سي پېك په ضد مو په تېر وخت كښې كل?? هم بيان نه دې وركړې٬ د درآمدي ك??ئل?? د ټېرف په اړه مې د نظرثانې خواست كړے٬ نېپرا زما دريځ هم منلې٬ اصل يوټرن خو د مخالفې ډلې مشر اخيستې كوم چې په تېر وخت كښې د وزيراعلٰي په توګه وئيلي وو آصف علي زرداري به په سړكونو راكاږو او ځوړند به ئې كړو٬ د م??لم ليګ په دور كښې د غريب د استعمال په ډيزولو 101 فيصده ټېكس لګولې شوے كوم چې مونږ كم كړے۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې پھ ذاتي نكته وضاحت كښې د خزانې وزير اسد عمر ووئيل د دې ايوان د تق??س خبره كوونكو د تېرو پنځو كل??نو په مهال كل?? هم ايوان په اعتماد كښې نه دې اخيستې۔ د جمهوريت درس خو ډېر وركول كېږي٬ د دې ايوان او جمهوريت تق??س هغه وخت زياتېږي چې كل?? په لويو پرېكړو ايوان په اعتماد كښې واخستلې شي۔ ده و??ئېل بايد د سي پېك په پروژه دې سياست ونه كړې شي٬ د سي پېك په ضد مو په تېر وخت كښې يو بيان هم نه دې وركړې٬ ده و??ئيل ما د بهر نه د راغوښتلې كېدونكو سكرو د ټېرف په اړه خبره كړې وه او په نېپرا كښې مې د نظرثانې خواست كړے و او نېپرا زما دريځ منلې و۔ دا د سي پېك په ضد نه و?? ده و??ئيل يوټرن هغه و?? كل?? چې په تېر وخت كښې د وزيراعلٰي په توګه او د مخالفې ډلې اوسني مشر وئيلي وو آصف علي زرداري به په سړكونو راكاږو او ځوړند به ئې كړو۔ د مخالفې ډلې د مشر ورور ميا نواز شريف په اسلام آباد كښې اعلان كړے و چې هغه به د ضياالحق مشن تر سره كوي۔