اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم په م??رې كښې د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون په وزارت كښې د لوړې پاې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د موسمياتي بدلون وفاقي سېكتر خضر حيات پشمول د ځنګلاتو د محكمې اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار واضحه كړه چ?? په نېشنل فارېسټ پاليسې به په هر صورت عمل باوري كولې شي۔ د وزيراعظم سلاكار د فېډرل فارېسټري بورډ فعاله كولو احكامات ه?? جاري كړل۔ د يادونې وړ ده چې تېر كال د شريكو ګټو كونسل د ټولو صوبو په م??وره د نېشنل فارېسټ پالېسې له م??ې د فېډرل فارېسټري بورډ منظوري وركړې وه۔ په دې بورډ كښې به د ټولو صوبو استازي شامل وي او د د?? په اهدافو كښې به په ټول هېواد كښې د 10 اربه ونو كرلو پلان هم شامل وي چې دغسې دا پل??ن په ټول هېواد كښې يو ډول عملي كړې شي۔ د ونو كرلو په كمپائن كښې به اېف اېف بي يو مهم پلېټ فارم ګڼلې شي۔ د موسمياتي بدلون وزارت په دې لړ كښې نوټېفيكېشن ه?? جاري كړے