ملګري ملتونه ۔ 10 جولائی (اے پی پی) پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې هغوي بايد مقبوضه كشمير ٬ فلسطين ٬ ميانمار او د يمن پشمول په ګرده نړۍ كښې جنګ ځپلې او غېر ملكي تسلط سره د مخ سيمو كوچينانو تحفظ لپاره كوټلې تګلاره جوړه كړي ۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې ” كوچنيان او وسلوالې شخړې”په سرخط د مباحثې په مهال د خيالاتو څرګندونه كولو سره نړيواله اداره كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل مقبوضه کشمیر ك??ې كوچنيان هغه ظلمونو او ستونزو سره مخ دي كوم چې د بيانولو نه دي۔ دغلته د نړيوال قانون په لويه كچه خلاف ورزي كېږي چې له مخې ئې لوئې شمېر كوچنيان ځپلې شي او دا صورتحال د غندنې وړ دے۔ د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمېشن تازه راپور ترمخه مقبوضه كشمير ك??ې د 18 كالو څخه كم عمره ماشومان تش د نامې پبلك سېفټي اېكټ ??ور قانون ترمخه نيولې او تشدد سره مخ كولې شي۔ مقبوضه كشمير ٬ فلسيطن او د يمن صورتحال نړيوالې ادارې څخه غوښتنه كوي چې هغه دې ځپليو سيمو كښې كوچنيانو ته تحفظ وركولو له د فعاله تګلارو لټون تند كړي۔ په دې اړه د شخړو مخنيوي ٬ د اوږدې مودې ستونزو هوارولو٬ د غېر ملكي قبضې ختمولو او د پائيدار امن لپاره ګامونه پورته كېدې شي۔ او دا بايد د سلامتي كونسل وړومبۍ ترجيح وي۔ په دې مهال هن??ي استازي تن مايا لال په پاكستانۍ استازې د نړيوال فورم په ناوړه توګه د كارولو ??ور لګولو سره ووئيل په دې مهال د مقبوضه كشمير د صورتحال ذكر غېر متعلقه دے۔ هن??ي استازي بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمېشن راپور په اړه ووئيل په دې مهال دا راپور بايد وړاندې كړې شوې نه وې۔ ده زياته كړه چې پاكستان د مقبوضه كشمير په معاملو كښې لاس وهنه كوي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن دوهم سېكتر جاوېد چټھه د هن??ي استازي ځواب كولو سره سلامتي كونسل ته ووئيل هن?? د دې تورونو د لارې د خلقو ګمراه كولو هڅه كوي ولې چې په دې تورونو څوك هم باور نه لري۔ ده ووئيل هن?? هڅه كوي چې كشمير ك??ې د عامو وګړو په ضد په خپلو روانو خلاف ورزيو پرده واچوي۔ ده ووئيل هن??ي ځواكونو د خپلو كاروايو په مهال مقبوضه كشمير ك??ې 100 زره څخه زيات كشميريان وژلي دي۔ده غوښتنه وكړه سلامتي كونسل دې په دې معامله د نړيوال ضمير په حېث خپل كردار ترسره كړي۔ په دې مهال د ملګرو ملتونو عهدېدار ورجينيا ګېمبا هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې رجحان ختمولو له په ګډه كار وكړي۔ د يونيسف مشر هن??يټا ووئيل په نړۍ كښې هر څلورم ماشوم يا ماشومه جنګ يا تب??ھۍ سره مخ ده او د سلامتي كونسل غړو هېوادونو له به د دې كوچنيانو د سباؤن په اړه سوچ كول وي