اسلام آباد 01 مئي(اے پی پی) دسمندر پورې پاكستانيانو او د بش??ي وسائلو پرمختګ وفاقي وزير پیر سیّد صدرالدین شاہ راشدی وئيلي دې حكومت د هېواد په تعمير ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د مزدورانو د قدر وړ شركت تسليموي ، مزدو?? زمونږ په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او د هېواد د اقتصادي پرمختګ شرح ٬ امن او همغږي زياتولو كښې د دوئي مرسته او جذبه ضروري ده۔ د مزدورانو نړ??والې ورځې په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د هېواد په كچه د مزدورانو ټول قانونونه د نړ??وال معيار ترمخه قلمبند كول زمونږ تر ټولو وړومبۍ ترجيح ??ه او په دې قانونو دې پرله پسې عملدرآمد باوري كړې شي۔ ده ووئ??ل پاکستان انټرنېشنل لېبر آرګنائزېشن (آئی اېل او) د 8 بنيادي كنونشنز پشمول د 36 کنونشز منظوری وركړې په كومو چې په سختۍ سره عملدرآمد جاري دې۔ مزدور او مالك زمونږ د هېواد د معيشت مركزي برخه ??ه او هنرمند مزدور د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل وزارت د دې عزم پخلې كوي چې د مزدورانو د بنيادي حقونو خيال ساتلو به هره ممكنه هڅه كولې شي۔ ده ووئ??ل په دې مهال زه د پاكستان ټولو مزدورانو ته د زړه د كومې څخه د ددوئي په محنت او خوارۍ مباركي وركوم او دوئي له دعا كوم۔