اسلام آباد 16 ا??رېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اوسني ټېكس اېمنسټي سكيم څخه به د مني لانډنګ مخنيوي له ??رسته ترلاسه شي ٬ او د هېواد ګټې له غېر ملكي اثاثې به هم هېواد ته راوړلې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د ګل په ورځ ډائرېكټورېټ جنرل آف امېګرېشن اېنډ پارسپورټس دورې په مهال د خبريالانو سره كړې۔ اولس مشر ووئيل مليزيا٬ انډونيزيا كښې هم دا ډول اېمنسټي سكيمونه كامياب شوي۔ اولس مشر دا تاثر رد كړ?? چې بهر هېواد كښې پاكستانيانو ټول دولت په غېر قانونې توګه جمع كړې۔ ده ووئيل زياتره پېسې ھغوي پخپله خوارۍ جمع كړې او ټول هدفي كول سمه خبره نه ده۔ په رياستي ادارو كښې د تاٶ تريخوالې پحقله د يوې پوښتنې كښې اولس مشر ووئيل ټولو ادارو له ??خپله دائره كښې كار كول پكار دې دغسې چې دا ډول صورتحال څخه بچ شوو كوم چې هېواد لپاره زيانمند وي٬ چې كله د اولس مشر څخه پوښتنه وشوه چې آيا ھغوي به دا ډول صورتحال په شدت كښې خپل كردار لوبول غواړي نو اولس مشر ووئيل ھغوي ټول قامي مفاد لپاره پخپله زيات پوهه دي۔ ده وئيل هېواد په سي پېك د عملدرآمد په صورت سوكالې پلو روان دے او دا مزل په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو لپاره ټول بايد مشتركه هڅې وكړي۔ د ټولټاكنو پحقله د پوښتنې په حقله اولس مشر ووئيل زه باور لرم چې ټاكنې به په وخت ??شي۔ د دې نه وړاندې اولس مشر ممنون حسېن د خپل پاسپورټ تجديد لپاره ټوكن كاٶنټر ته ورغلو او په دې لړ كښې ئې ټولې د ضابطې كاروائۍ ترسره كړې۔ اولس مشر ممنون حسېن د پاسپورټ اجراء او تجديد په انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔