اسلام آ??اد 10 اپرېل (اے پي پي)د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئېلي دي حكومت د افرادي قوت پشمول بېلو څانګو كښې ښه والي لپاره ګامونه پورته كوي٬پلاننګ كمېشن د ويژن 2025 له مخې افرادي قوت٬ ګورننس٬فزيكل پلاننګ اينډ هاؤسنګ او ټرانسپورټ اينډ كميونيكشنز پشمول بېلو څانګو لپاره په زړه پورې پلان لري ۔ده ووئيل د حكومت په ټول هېواد كښې ښه والي لپاره اړوندو ادارو سره مرسته روانه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ ګوند غونډې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔غونډه كښې ?? پولي ټېكنيك انسټيوټ فاربوائر بلتستان ????جن جورولو لپاره 60 كروړه 19 لاكه 96 زره روپۍ٬ كراچۍ ميونسپل كارپورېشن موجوده فائر فائيټنګ نظام بحالۍ لپاره 1 ارب 74 كرور 30 لكه روپۍ٬ اسلام آ??اد كښې ماډل پوليس سټېشن جوړولو لپاره 2 ارب 48 كروړ 24 لكه 15 زره روپۍ٬ ګوادر كښې د ماحولياتي صفائۍ نظام او كچره د نوې ټېكنالوجۍ په مرسته ختمولو له 2 ارب 26 كروړ 86 لاكه 6 زره روپۍ منظوري وركړې۔كراچۍ كښې د وفاقي لاج 1 پراختيا لپاره 27 كروړ 71 لكه 44 زره روپۍ پروژه وړاندې كړې شوې د كومې چې غونډې منظوري وركړی۔غونډه كښې د بلوچستان ??پ ګم سيمه سنګان ??يمې سره تړلو لپاره 42 كلوميټر اوږد سړك پروژې منظورې وركړی په كومه چې به 2 ارب 19 كروړ 58 لكه 5 زره روپۍ لګښت راځي۔