کراچی ۔ 19 مارچ (اے پی پی) خزانې وفاقي صلاكار مفتاح اس??اعيل وئيلي دي بجټ كښې كوم نوې ټېكس لګولې نه شي۔ د راروان كال بجټ كښې به آمدن نه بلكې نمو زياتولو ته خاص پام كولې شي۔ د كراچۍ په شمول په ټول هېواد كښې د امن او امان صورتحال د اطمينان وړ دے۔ د قائد په ښار كښې د امن په ځائې كېدو سره تجارتي هلې ځلې بحال شوي دي۔ د معاشی پرمختګ اوسنۍ شرح په لس كاله كښې تر ټولو زياته ده۔ حکومت د جی ډی پی شرح 8 څخه تر 10 فیصد كولو له هڅې كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ كراچۍ كښې راجوړې كړې شوې د ورلډ اس??امک فنانس فورم پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ كنفرنس كښې د اس??ېټ بانك دوهم ګورنر جميل احمد ٬ مولانا تقي عثماني او بهر هېوادونو څخه راغليو مېلمنو ګډون وكړو۔ مفتاح اس??اعیل ووئيل حكومت د صنعتونو او وړ?? كاروبارونو ودې له ګامونه پورته كړي ??ي۔ په بېلو څانګو كښې اس??امک بېنکنګ ته وده وركولې شي او ځائي صنعتونه هم اس??امك فنانس پلو راوړلې شي۔ تېرو 5 كلونو كښې مونږ د 12 زره مېګاواټ برېښنه منصوبې ولګولې۔ دوهم ګورنر جميل احمد ووئيل اس??امک انډسټري بايد ریسرچ اېنډ ډیولپمنټ ته خاص پاملرنه وكړي۔ مفتي تقي عثماني ووئيل د خزانې په وزارت كښې بايد اس??امک فنانس ډويژن وي۔ ډوېژن دې اس??امک بېنکنګ ته په پېښو مسئل?? كار وكړي۔ اس??امک بېنكونو سره لیکوډټي خو شته ولې د سرمايه كارۍ كولو ځائې نشته۔ ده ووئيل اس??امک بینکنګ فعاله كولو له دې كمېټي جوړه كړې شي۔ ده ووئيل حكمران ګوند بايد خپل منشور كښې دا شامل كړي چې كه چرې بيا مو اقتدار ترلاسه كړو نو سود به ختم كړو