كھټمنډو06 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پا??ستان د سوئيلي اسياﺀ د سيمه ايزې مرستې تنظیم (سارك) له زيات اهمیت وركوي او د هغې د منشور په مقاصدو او اصولو عمل كوي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ سارك سیكټريټ دورې پھ مهال خپل خطاب كښې وكړې او په سیكټريټ كښې ئې بوټې هم نال كړو۔ وزیراعظم ووئيل پا??ستان تل د سارك خپلواكۍ په اصولو اډانه سيمه ايزې مرستې له د يوې ??عاله ذریعې جوړولو هڅه كړي۔ ده ووئيل سارك غړي هېوادونه اقتصادیات او همكارۍ ته د ودې وركولو زيات صلاحیت لري۔ ده په دې خب??ه زور راوړو چې تنظیم له د سيمې معیشت ، كلتور او سماجی پرمختګ ترلاسه كولو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده ۔ ده د سوكاله سيمې لپاره د سارك غړو هېوادونو ترمينځه مواصلاتی رابطې زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د سارك ټولو غونډو كښې پا??ستان دا زيات با??ر كړې چې سوئيلي اسياﺀ كښې يو محفوظ اوامناكه چاپيرچل د سيمې پرمختګ او سوكالۍ له مهم دے۔ ده ووئيل د سارك راروانه غونډه د پا??ستان په مشرۍ كښې د كولو خوښې لرو۔ ده با??ر وركړو چې پا??ستان به د سيمه ايزې مرستې له ودې له خپل مثبت كردار ترسره كوي۔ د سارك عمومي سيكتر امجد حسېن بی سیال ووئيل پا??ستان سارك كښې مهم كردار ترسره كوي او دې څخه وړاندې ئې هم د دوو غونډو مشري كړي۔ دې نه پس وزیراعظم سارك سیكټريټ كښې د نختر بوټې نال كړو۔ ده د ميلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل او سارك سیكټريټ كښې ئې د ډائریكټرانو سره عكس هم اوېستو۔