شانګله ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم سلاكار او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پختونخوا صدر امير مقام وئيلي چې د دښمن د بزدلۍ بريدونو سره به د اولس حوصلې كمزورې نه شي۔ د ت??هګر ناوړه ارادو څخه دا څرګندېږي چې هغوي د پردو په اشارو چلېدو سر?? د ??اكستان غېر مستحكم كولو ناكامه هڅې كوي۔ د زرعي تربيتي ادارې شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ سياسي اختلافات يو خواته كولو سره به ټولو ګوندونو له د ت??هه ګرۍ په ضد ټينګ ودرېدل وي۔ ددې خيالات?? څرګندونه ده د زرعي تربيتي ادارې پېښې يو شهيد شوي د شانګلې طالبعلم شهيد بلال اح??د په قبر د ګلونو څادر خپرولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال ده غمجنې كورنۍ سره غمرازي هم وكړه۔ ده ووئيل د زوي په شهادت وياړ كوؤنكي د شهيد بلال اح??د مور پلار او كورنۍ د ستائنې وړ ده۔ د وفاقي حكومت لخوا به يوه اونۍ كښې دننه د حق رسېدليو كسانو كورنيو ته 10 ٬ 10 ل??هه ٬ سخت ژوبل شويو ته 5 ٬ 5 ل??هه او معمولي ژوبل شويو ته 2 ٬ 2 لكھه روپۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د پاك پوځ فعاله كاروايو او د ت??هګرو په ضد د عملياتو په سوب بد حواس شوي ترهګر اوس تعليمي ادارې او تش لاسې اولس په نښه كولو سره په خپلو ناوړه ارادو كښې د كاميابېدو هڅه كوي ولې دوئي به دې هڅو كښې چرې كامياب نه شي۔ ده ووئيل حكومت د ت??ھګرۍ مخنيوي له عملي ګامونه پورته كوي۔ په دې لړ كښې د پاك پوځ ٬ پوليس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو كاركردګي او قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په دې پېښه لارښود نواز شريف او د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په شمول ټول اولس خفه دے۔ ده ووئيل د شهادتونو باوجود د شهيدانو مور پلار حوصلې ته سلام وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل د ت??هګرۍ نوغې ويستلو له قامي يو والي ته اړتيا ده دغسې چې نوي كول ته يو امناكه پاكستان ترلاسه شي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د ت??هګرۍ ختمولو له عملي ګامونه پورته كوي او ډېر زر به پاكستان د امن او سوكالۍ مركز جوړ شي۔