فېصل آباد 25 نومبر (اے پي پي) د فېصل آباد د نشاط آباد تاڼې په سيمه كښې سي ??ي ډي سره د مقابلې په مهال د لغوا ډلې څلور ترهګر وژل شوي او د دوي ??خه وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه شوي دي۔ د سي ??ي ډي وياند له مخې سي ??ي ډي ته پټه اطلاع وركړې شوې وه چې لغوا ډله تحريك طالبان په فېصل آباد كښې د ترهګرې پلان جوړوي او د دې ډلې ترهګر فېصل آباد ته ننوځي۔ تېره شپه په اطلاع د سي ??ي ډي اهلكارو په سرګودها سړك په موټرسائيكلو سوارو اووه كسانو ته د ودرېدو اشاره وكړه خو هغوي د ودرېدو په ځائ په اهلكارو ډزې وكړې۔ په ځوابي ډزو كښې څلور ترهګر په موقع مړه شول او د دوي درې ملګري په تېښته كښې بريالي شول۔ د ترهګرو څخه درې كلو چاودېدونكي توكي٬ دوه كلاشنكوف او نوره وسله هم ترلاسه شوې۔ په دې لړ كښې نورې پلټنې روانې دي۔