اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې شاعر مشرق ??ه د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو ښه طريقه د هغه افكار عمل?? كول دي٬ مونږ ته به د اقبال د فكر په رڼا كښې خپل نن او سباؤن جوړول وي٬ علامه اقبال خپل ټول ژوند مسلمانان راويښولو او په دې كښې د ذمه وارې احساس پېدا كولو لپاره وقف كړے و۔ د اقبال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې مريم اورنګزېب ووئيل چې ځوان كول لپاره د اقبال پېغام د روښانه لارې او فكري تربيې غوره ذريعه ده۔ هغې ووئيل چې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د قائداعظم او علامه اقبال د تصور له مخې اقدامات كوي۔ هغې ووئيل چې د علامه اقبال پېغام كوم يو هېواد يا قوم لپاره محدود نه دے۔ د هغه د فلسفه حريت او خودۍ څخه د ټولې نړۍ مظلوم طبقې فېض ترلاسه كوي۔ مريم اورنګزېب ووئيل چې مونږ ته به معاشي پرمختګ سره د اقبال د افكارو په رڼا كښې د قوم كردار ساز?? كول وي