اسلام آباد 14 فروری (اے پي پي) د دف??ع وزير خرم دستګير خان وئېلي دي د پاكستان دفاع په مضبوطو لاسونو كښې ده٬پاكستان يو ذمه وار جوهري هېوا?? دې٬مونږ د ??ره?? ګرۍ او توان په چېلنجونو قابو موندلو سره د دغې عملي ثبوت وركړی٬پاكستان به خپل كم نه كم دفاعي صلاحيت په ځاې ساتي٬پاكستان د يو سوله ايز خپلواكه پرمختګ كونكې افغانستان خواهش لري٬مونږ د افغانستان د كورنۍ خپلواكۍ او سلامتيا احترام كوو خو بايد دا عمل دوه اړخيزه وي۔د پاكستان او امريكې په اړيكو كښې به پرمختګ د دړكو او مرستې بندولو سره نه جامع او د ښه ماحول خبرو سره كېږي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه ګښې پالېسي بيان وركولو سره وكړې۔خرم دستګير ووئيل زمونږ په منطقه كښې امريكا د پنځلسو كلونو ن?? يو جنګ كوي٬د تېرو څلورو نيمو كلونو راهسې د مسلم ليګ(ن)حكومت ګاونډي هېواد ايران سره اړيكو ته پراختيا وركړې٬زمونږ حكومت تل د سي??ه ايزې سلامتيا او استحكام خبره كړې٬زمونږ حكومت سعودي او تركي سره د دوستۍ په لا قوي كولو باور لري٬ ده ووئېل چين سره اړيكې لا قوي كېږي او د ګوادر بندر او د سي پیك د لارې به دا دوستي لا قوي شي۔پاكستان او چين د افغانستان په صورتحال يو ډول دريځ لري۔دف??ع وزير ووئيل د هند لخوا د پاكستان په ضد د چارو لړۍ روانه ده۔د هندي سرلښكر په دړكه پاكستان ژور نظر لري۔ده ووئيل تراوسه په كنټرول لائن بلااشتعال 1300 خلاف ورزۍ شوي او په كښې 52 كسان شهيدان او 75 ژوبل شوي۔۔ده ووئيل د تېرو 16 كلونو په مهال امريكې په افغانستان كښې كهربونه ډالره خرڅ كړي۔په دې موده كښې د امريكې د زرګونو په شمېر عسكر مړه او د زرګونو په شمېر ژوبل شوي دي٬ ده ووئېل د 16 كلونو د پوځي هڅو نه پس هم كاميابي ترلاسه نه شوه او د اربونو ډالرو خرڅ كولو نه پس هم كومه ګټھ ونه شوه۔?? دې په ځواب كښې په پاكستان د تورونو لړۍ پیل شوه۔ ده ووئېل سره ?? دې حقيقت چې د ??ره?? ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ لويې ځاني او مالي زيان شوې٬مونږ د چا مرستې يا مالي ګټې لپاره په دې جنګ كښې نه و شامل شوې٬ خرم دستګير ووئېل زمونږ په خاوره هره ورځ 200 پروازونه وشول٬پاكستان د 30 لكو نه د زياتو افغانانو كوربتوب وكړو او اوس يې هم كوي آيا څوك ?? دې قيمت اندازه كولې شي۔د دف??ع وزير ووئيل د ضرب عضب عملياتو نه بس پاكستان يو نوې پاكستان دے چې له مخې يې په فاټا٬كراچۍ او په بلوچستان كښې كاروائي وكړی شوې او هلته امن راغلو۔ده زياته كړه دې سره سره پاكستان نړيوال امن او استحكام لپاره هم خپل كردار ترسره كړو