اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم ش??هد خاقان عباسي د شورو په ورځ د او جي ډي سي اې?? او اې?? او اې?? ګروپ ترمينځه د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستوره ??ښې ګډون وكړو كوم چې د تېلو او ګاز نړيوال اپ سټريم لټون له او پیداوار كښې د سباؤن كاروباري موقعو جاج اخستو له په ستراتېژكي مرسته اډانه اقدام دے۔ د مفاهمت پھ يادښت د اې?? او اې?? ډلې لخوا منيجنګ ډائرېكټر/چيف ايګزېكټو آفيسر اې?? او اې?? پاكستان آئل اينډ ګيس كمپني بي وي ګراهم بالچن او د او جي ډي سي اې?? لخوا اې?? ډي زاهد مير لاس ليك وكړو۔په دې لړ كښې به ستراتېژكي مرسته تكنيكي معلومات او صنعتي تجربې د شريكې تبادلې د لارې نړيوال اپ سټريم مرستې او ممكنه همكاري د لا غور جوګه شي۔د دې څخه وړاندې د مول ګروپ چيف آپرېشن آفيسر ډاكټر بيري سلاب ګاسو د وزيراعظم ش??هد خاقان عباسي سره ??لاقات هم وكړو او هغه يې پاكستان كښې د خپلې كمپنۍ بېلو كاروباري پروژو نه خبر كړو۔ده په پاكستان كښې د ګټورو كاروباري منصوبو نه كمپنۍ ته په آسانيو وركولو د وزيراعظم مننه كولو سره د حكومت سرمايه كار دوسته پالسۍ وستائلې۔ده په بېلو ځايونو د موجوده هلو ځلو سره ??ه بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو لټون له خوښي څرګنده كړه۔وزيراعظم ووئيل حكومت په بېلو څانګو كښې٬ په خاص توګه د تېلو او ګاز پھ اړه د موقعو لټولو او د هغې څخه د استفادې لپاره سرمايه كارو له ممكنه آسانيو وركولو له لوظي دے۔وزيراعظم د مول پاكستان لخوا په بلوچستان كښې كاروباري پروژې پېل كولو او د هلو ځلو پراخا كولو د اقدام هركلے وكړ