پېنډۍ 25 اګست (اے پي پي) سرلښ??ر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي چې افغانستان زمونږ ورور او ګاونډې هېواد دے٬ د بلېم ګېم په ځائ د شريك دښمن په ضد د باور په بنياد كوټلې مرسته ضروري ده٬ د زيان رسوونكو قوتونو لخوا تخليق كړې شوې منفي ذهنيت لرې كولو لپاره ميډيا كليدي كردار ادا كولې شي۔ سرلښكر دا خبرې د جمعې په ورځ د افغان ميډيا پلاوي ??ره وك??ې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د افغان خبريالانو 9 كسيزه پلاوي ?? جي اېچ كيو دوره وك??ه او سر لښكر سره ئې تعارفي غونډه وك??ه۔ سرلښ??ر جنرال قمر جاوېد باجوہ ووئيل چې پاكستان د ټول رنګ او نسل ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر كاروائۍ كړې دي٬ اوس پاكستان كښې دننه د ترهه ګرو يو هم محفوظ پټ ځائ نشته او د دې عزم پخلې شوې چې د پاكستان خاوره به د افغانستان په ضد كارولو له ورنه كړې شي۔ ده ووئيل په پاك افغان پوله سرحدي انتظام لپاره د پاكستان په پلو تار لګول او نوې پوله ايزې پوستې جوړولې كېږي۔ د افغان خبريالانو پلاوي ?? سر لښ??ر جنرال قمر جاوېد باجوہ په قېمتي وخت وركولو او په ښه خبرو كولو مننه وك??ه ۔ افغان پلاوي ??عتراف وك??و چې په يو بل پوهېدو لپاره د دې نوعيت دورې به ډېرې ګټورې وګرځي او په حقائقو آډانه مثبت ذهن??ت سره به هېواد ته ځو۔ د افغان خبريالانو دا پلاوي ?? آئي اېس پي آر په مرس??ه د پاكستان په 6 ورځنۍ دوره دے